په غور کې د وشوو د اتو ټیمونو ترمنځ سیالي ترسره کېږي
د دغه ولایت د وشوو فدراسیون مشر امیرمحمد غوري نن ازادي راډیو ته وویل دغه سیالۍ به د راتلونکې شنبې په ورځ د افغانستان وشوو ټیم ته د غور لوبغاړي د معرفي کېدو په هدف د غور په مرکز فیروزکو کې ترسره شي.
ښاغلی غوري زیاتوي چې په دغو سیالیو کې به شااو خوا اتیا ورزشکاران په دوو ټیمونو کې چې یو یې ځوانان او بل یې لویان ټیمونه دي تقسیم او د هر ګروپ غور لوبغاړی به د افغانستان ملي ټیم ته معرفي شي.
