طالبانو د فاریاب په غورماچ کې «چینایا» پوځي اډه نیولې
د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوېد اسوشېټډ پرېس ته ویلي په غورماچ کې د "کمپ چینايا " په نوم پوځي اډه له دریو ورځو راهیسې محاصره وه.
غفور احمد ویلي چې ۱۷ پوځیان وژل شوي او ۱۷ تنه زخمیان شوي دي.
په شمال کې د اردو یوه ویاند، محمد حنیف رضايي رسنیو ته ویلي چې د حملې پرمهال په دې پوځي اډه کې ۱۰۰ عسکر موجود و.
رضايي ویلي، یوشمېر عسکر وژل شوي، ځیني وسله والو طالبانو نیولي او یو شمېر نېږدې سیمو ته تښتېدلي دي.
د فاریاب یوه چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط، نن سهار ازادي راډیوته وویل چې وسله والو طالبانو دا مرکز نیولی او ۲۱ عسکر یې برمته کړي دي.
د غور د ولایتي شورا مشر، محمد طاهر رحماني اسوشېټډپرېس ته ویلي چې ۴۳ عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي.
