ملګري ملتونه دانتخاباتو لورته دوروستیو پرمختګونو هرکلی کوي
ملګري ملتونه دافغانستان دانتخاباتو لورته دوروستیو پرمختګونو هرکلی کوي .
په کابل کې دملګرو ملتونو دمرستندوی پلاوي ، یوناما ددفتر پرونۍ اعلامیې وویل چې دوی دپارلماني ټاکنو په اړه د ورستیو پرمختګونو لکه دکاندیدانو د ارزونې ، د رایو دپاڼو د چاپ مهالویش او نورتیاریو هرکله کوي .
خبرپاڼه دملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچی یاماماتو له قوله وايي :
،، په داسې حال کې چې داکتوبر دشلمې پارلماني انتخاباتو ته چمتووالی روان دی ، ټول اړخونه باید دشرایطو مطابق او ټاکلي وخت سره سم انتخاباتو لپاره خپل رول ترسره کړي.،، دملګروملتونو ځانګړی استازی زیاتوي چې حکومت ، دهیواد سیاسي مشران او ټاکنیز بنسټونه مسئولیت لري چې د باور وړ ټاکنو لپاره ضروری شرایط برابر کړي.
وروسته لدې چې دانتخاباتي شکایتونو کمیسیون دنوماندانانو له نهایی لیست څخه د ځینو محتملو نوماندانو نومونه لیری کړل ، یو شمیر حذف شویو نوماندانو دانتخاباتو د کمیسیون مخې ته داعتراض خیمه درولې .
ځینو اعتراض کوونکو پرون هڅه وکړه چې دانتخاباتو د کمیسیون دروازه هم وتړي .
دغه راز دانتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورڅیرمه پرونۍ چاودنه کې یو پولیس مړاوبل ټپي سو.