د مولوي ترهخیل پلویانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دروازې تړلي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي او ویاند حفیظالله هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا شان حرکتونه د دوی ورځنۍ چارې او کارونه له خنډ سره مخ کولای شي.
په ورته وخت کې مولوي ترهخیل محمدي ازادي سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې دا کار د ده پلویانو کړی دی او په خبرهیې دوی دا وضاحت غواړي چې ولې د نوموړي نوم د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لېسته ایستل شوي معترضو کاندیدانو فوزیه کوفي او شایسته باز ناصري هم یوې اعتراضیه غوندې ته وویل چې له هر ډول سند پرتهیې نومونه له لېسته ایستل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د خلکو لهخوا پر ځینو احتمالي کاندیدانو د اعتراضونو او شکایتونو له څېړلو وروسته د شنبې په ورځ د کاندیدانو له وروستي لېسته ۳۵ کسان وایستل او ۴۵ نورو تهيې خبرداری او توصيې کړې دي.
