دولتي رسنۍ: د چین په شینجن کې د یوه ستر ناورین مخه نیول شوې
د ملګرو ملتونو د تبعیض له مخې، د نژادې تصفیې کمېټې د اګست په ۱۰مه وویل چې په چین کې قومي اویغوریان د افراطیت ضد مرکزونو کې ساتل کېږي او په ميلیونونه نور هم د بیا روزنې کمپونو ته اړ ایستل شوي چې دې کار د چین د اویغوریانو سیمه په داسې یوې سیمې بدله کړې چې هغه یوه لوی توقیف ځای ته پاتې کېږي.
دغې کمېټې ویلي چې په شینجن کې اکثره توقیف شوي اویغوریان او اقلیت مسلمانان په جرم رسماً نهدي تورن شوي او نه هم محاکمه شوي دي.
چین ویلي چې شینجن، اسلامي سخت دریځو او بېلتون غوښتونکو چې حملې پلانوي او په سیمه کې د اقلیت اویغور مسلمانانو او د اکثریت چینایي ټبري هان قوم ترمنځ کړکېچ ته لمن وهي، له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې نن وویل چې په شنیجن کې د خلکو د حقونو د سابقې په اړه د انتقاد هدف دا دی چې په سیمه کې نا ارامیو ته لمن ووهل شي او هغه د بېثباتۍ له خطر سره مخ کړي.
د دې ورځپاڼې په چینایي او انګریزي ژبه ګډې سرمقالې کې دا هم ویل شوي چې د چین امنیتي ځواکونو په خپل حضور سره سیمه پر یوې بلې سوریې یا لیبیا د بدلېدو له خطره ژغورلې ده.
