ایران د مالي جرمونو پر ضد په یوه اقدام کې یې ۶۷ تنه نیولي
دغه کسان داسې وخت نیول شوي چې په هېواد کې دننه په داسې حال کې چې په ایران د امریکا بندیزونه لګیدلي د پراخ فساد په غبرګون خلک پاریدلي دي.
د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین محسني اژه يي پرون یکشنبه په یوه ټلوېزیوني بیان کې وویل چې ۶۷ مشکوک کسان نیول شوي او په څه باندې سلو نورو حکومتي او خصوصي کارکوونکو د سفر بندیز لګیدلی دی.
د ایران قضایه قوې دا اقدامات یوه ورځ وروسته له هغه وکړل چې د ایران مشر ایت الله علي خامنهیي له مالي جرمونو سره د چلند په خاطر د یوې خاصې محکمې د جوړولو غوښتنه ومنله.
ایراني رسنیو د شنبې په ورځ د خامنهیي له قوله وویل چې په مالي جرمونو تورنو کسانو ته باید ژر او سمه سزا ورکړل شي.
دا سزا تر اعدام هم رسېږي.
