د پلچرخي زندانیان: د عفوې له فرمانونو ولې بې برخې پاتې شوي یو؟
د پلچرخي زندان سل ګونه بندیان له څو ورځو راهیسې په غذايي اعتصاب کې دي.
اعتصاب کونکي ادعا کوي چې د زندانیانو د عفوې او د بند د مودې د کمېدو په ارتباط د ولسمشر د هغو ځانګړو فرمانانوله ګټې بې برخې پاتې شوي چې په خاصو مواردو کې ورکول کېږي.
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت د محبسونو اوتوقیف ځایونو رئيس، عبدالعلیم کوهستاني په دې اړه ازادي راډیوته وویل:
" د اعتصاب کونکو شمېر د څلور او څلورنیم زره کسانو ترمنځ دی. د هغوي معقولې او قانوني غوښتنې موږ له چارواکوسره مطرح کړې. د جمهور رئیس دهدایت پر اساس یو پلاوي راغلی و او پرون یې بیا دزندانیانو له استازوسره وکتل."
د کوهستاني په وینا، د اعتصاب کونکو په منځ کې د کومې روغتیايي ستونزې خبر نه دی ورغلی او وضعیت تر څارنې لاندې دی.
