د سولې د ولسي حرکت غړي، له کابله د بلخ پر لور روان شول
د دې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې پر ضد د کرکې څرګندولو لپاره د حرکت پینځه ویشتي غړي لڅې پښې روان شوي دي.
بسم الله وطندوست: موږ غواړو چې خلک را ولاړ شي او ټول دجګړې پر ضد ږغ پورته کړي، دا جګړه موږ ټول له منځه وړي. یوشمېرهېوادونه دلته د قومونو، ژبو او مذهبونو ترمنځ پر تفرقې پانګونه کوي. خو هغوي به بریالي نه شي.
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي به تر بلخه د پلي سفر په ترځ کې ځاي – ځاي له خلکو سره دخبرو لپاره تم کېږي.