ملګرو ملتونه: روسيې او چين د امريکا د یوه وړاندیز مخه ونيوله
روسيې او چين پرون ناوخته د امريکا پر هغه درخواست انتقاد وکړ چې د ملګرو ملتونو د بنديزونو له کمېټې په کې غوښتنه شوې چې پر اګرو سويوز «Agrosoyuz» تجارتي بانک بنديز ولګوي.
پر دغه بانک تور پورې دى چې له شمالي کوريا سره يې پر مالي راکړې ورکړې د ملګرو ملتونو له لګول شوېو بنديزونو په تېښته کې همکاري کړې ده.
د امريکا په درخواست کې په مسکو کې د شمالي کوريا د بهرني تجارتي بانک مرستيال استازى ري جونګ اون هم په نښه شوى دى.
درخواست دا شمالي کوريا دوه مخکښې کمپنۍ ګڼي چې د واشنګټن له هغو بنديزونو يې سرغړونه کوله چې تېره اوونۍ پر روسي بانک او نورو بنسټونو ولګول شول.
