چارواکي: د هرات په شینډنډ کې ۸ وسله وال وژل شوي
د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ په نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، په دې نښته کې چې تېره شپه شوې، ۷ نور وسله وال ژوبل دي.
نوموړي وویل، وسله والو غوښتل چې د فراه ولایت د زېر کوه ولسوالۍ له ساحو څخه د شینډنډ پر ولسوالۍ برید وکړي، خو د امنیتي ځواکونو له خوا يې مخه ونیول شوه.
د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.