میرضیایف: د ازبکستان د کابینې وزيران به ولاياتو ته انتقال کړو
میرضیایف ونه ويل چې کوم وزيران به له پلازمېنې نورو سیمو ته ولېږل شي او د څومره وخت لپاره خو وېې ويل پهدې اړه به ډېر ژر رسمي امر وکړي.
د ۲۰۱۶میلادي کال له ډیسمبر راهيسې چې میرضیایف د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، پر حکومتي چارواکو تور پورې کړی چې له حقيقته لېرې او کبرجن دي.
میرضیایف له ۱۱ ولسوالانو څخه وغوښتل چې د خلکو د ژوند د پرمختګ په برخه کې کار وکړي، کنه خپلې دندې به له لاسه ورکړي.
