د ارمنستان صدراعظم نن دوشنبه استعفا وکړه
د ارمنستان صدراعظم سرژ سرکیسیان نن استعفا وکړه.
په ارمنستان کې له ۱۱ ورځو راهیسې خلکو مظاهرې کولې او د صدراعظم د استعفا غوښتنهیې کوله.
سرکیسیان تر دوو دورو جمهوري ریاست وروسته، د اپرېل په ۱۷مه نېټه د ارمنستان صدراعظم ټاکل شوی و.
سرکیسیان نن دوشنبه په اعلامیه کې د مخالفو اعتراض کوونکو د مشر نیکول پاشینیان په اړه لیکلي چې پاشینیان سم ویل.
سرکیسیان ویلي چې د اعتراض د غلي کولو نورې لارې هم وې چې دی یې پلوي نهکوي او استعفا یې غوره بللې ده.