په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهرهچیانو مشر له توقیفه خوشې شو
هغه له خوشې کېدو سره سم، په ایروان کې له اعتراض کوونکو سره یوځای شو.
پاشینیان نن دوشنبه وویل چې وروسته به د صدراعظم له مرستیال سره د خپلې کتنې په اړه اعلامیه خپره کړي.
د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې نن لسګونه زره کسان د اعتراض لپاره لارو او کوڅو ته راوتلي دي.
اعتراض کوونکي د صدراعظم سرژ سرکیسیان استعفا غواړي او ویلي یې دي چې تر هغه به اعتراض جاري وساتي.
راپورونه وايي، نن ۲۰۰ غیر مسلح کسان چې پوځي یونیفورمیې اغوستی و او لاسونهیې سره ورکړي وو، په ایروان کې له مارش سره یوځای شول.
په غبرګون کې یې د ارمنستان دفاع وزارت اعلان کړی چې عسکر او منصبدار اجازه نهلري چې له اعتراض کوونکو سره یوځای شي او د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.
ارمنستان درې ميلیونه وګړي لري او نن په هغه هېواد کې د اعتراضي مارشونو او مظاهرو ۱۱مه ورځ ده.
