له حکومت سره د وسله والو یوې یو ځای شوې ډلې ویلي، ایران وسلې ورکولې
پژواک خبري اژانس ویلي چې د اتو وسله والو دا ډله د یکشنبې په ورځ په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې ده.
د هرات د پولیسو مشر پژواک ته ویلي چې دې کسانو د هرات په پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې تخریبي فعالیت کاوه.
خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه د دې کسانو ادعا تر څېړنې لاندې ده.
ولي زاده وویل، د څېړنو له بشپړېډو سره به معلومات له خلکو سره شریک کړي.
