د کابل پوليسو ۴ تنه د نشه يي ګوليو د جوړولو او خرڅولو په تور ونيول
د کابل ولایت پوليسو څلور تنه د نشه يي ګوليو د جوړولو او خرڅولو په تور ونيول.
د کابل امنيې قوماندان داود امين د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويل، د کابل پوليسو د څلورمې، اتمې او نهمې امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کې څلور تنه په داسې حال کې ونیول چې د ټابلېټ کا په نوم نشه يي ګوليو په جوړولو بوخت وو.
له دې څلورو تنو سره زر دانې ټابلېټ کا ګولۍ، د دې ګوليو جوړولو وسايل، کيمياوي مواد او پر دې سربېره، څو کيلو ګرامه نور نشه يي مواد هم نيول شوي دي.
دا مواد په داسې حال کې نيول کېږي چې په دې وروستيو کې په کابل کې د بېلابېلو نشه يي موادو، په تېره بیا ټابلېټ کا ګوليو استعمال او خرڅول ډېر شوي دي.