حنیف اتمر له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر امنیت خبرې کړي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له چينايي چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې تر څنګ په افغانستان کې د امن د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وکړې.
محمد حنيف اتمر نن شنبه چين ته خپل درې ورځنى رسمي سفر پاى ته رسوي.
د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل:
"په دې کتنو کې عموماً د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او امن د ټينګښت په برخه کې خبرې وشوې، چينايي لوري د خپلو همکاريو تعهد وښود او زياته يې کړه چې د پخوا په پرتله به خپله همکاري لا زياتوي."
قادر شاه وايي، ښاغلي اتمر په دې سفر کې د چين د ګډو ځواکونو له لوى درستيز، له خپل سيال، د بهرنيو چارو له وزير او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي همکاريو پر زياتېدو هم بحث کړى دى.
چين په سيمه کې يو له هغو هېوادونو دى چې له پاکستان سره نېږدې اړيکې لري او افغان حکومت تمه لري، پېکینګ به د افغانستان د سولې په پروسه کې اسلام اباد همکارۍ ته وهڅوي.