د «CIA» مشر مايک پامپيو د شمالي کوريا له رهبر سره کتلي
د ښاغلي ټرمپ په خبره دواړه مشرانو تېره اوونۍ سره کتلي او د يوې سرمشريزې د جوړېدو په اړه پلانونه طرحه شوي دي.
ښاغلي ټرمپ نن په ټويټر کې ليکلي، له کيم سره د پامپيو کتنه په کرارۍ مخ ته لاړه او ښې اړيکې ايجادې شوې.
په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه د امريکا په فلوريدا ايالت کې په دې باب وویل:
"موږ له شمالي کوريا سره مستقيمې خبرې پيل کړې دي، دا مذاکرې په لوړه سطحه شوې دي، زه باوري يم چې ښه نيت شته او ډېر ښه کارونه د ترسره کېدو په حال کې دي."
د ښاغلي ټرمپ ننني ټويټ د رسنيو هغه راپورونه تائيد کړل چې ولسمشر ټرمپ پامپيو له کيم سره د کتنې لپاره لېږلى و، څو د ټرمپ او د شمالي کوريا د رهبر ترمنځ د يوې سرمشريزې د تابيا هڅه وکړي.
د کيم او پامپيو ترمنځ د کتنې راپور اول واشنګټن پوسټ ورځپانې پرون سې شنبې ورکړ.
راپور وايي د واړو مشرانو د ايستر د رخصتيو پر مهال په پټه سره کتلي دي.
