بشري حقونه: په جوزجان کې د داعش لخوا د یوه ماشوم وژل غیر انساني عمل دی
په کابل کې د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"دا ډول ناوړه اعمال هېڅ ډول توجيه او دليل نه شي منلاى، که دغه ماشوم هر جرم کړى وي، هېڅ قانون يوه ١١ کلن ماشوم ته دغه ډول مجازات نه مني، په دې برخه کې هېڅ توجيه د منلو نه ده."
د جوزجان ولايت چارواکو ويلي چې د داعش وسله والو دغه ماشوم په دې ګناه وژلى چې افغان سرتېرو ته يې خواړه وړل او يوه مياشت مخکې تښتول شوى و.
مخکې دغه ماشوم ١۴ کلن ښوول شوى و.
د جوزجان د امنيت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي ازادي راډیو ته وویل دغه ماشوم د يکشنبې ناوخته ورځ وژل شوى دى.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دې قضيې د عاملانو د معلومولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.
داعش ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.
