جېمز کومي: ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نهدی
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا «اف بي ای» پخوانی مشر جېمز کومي وایي، ډونالد ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نهدی.
د کومي دغه څرګندونې له «اې بي سي» ټلوېزیوني شبکې سره د هغه د خاطراتو د کتاب د خپرېدو په درشل کې په یوه مرکه کې شوې دي.
ټاکل شوې دا مرکه د اپرېل پر ۱۷مه خپره شي.
جېمز کومي د مېرمنو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ پر چلند انتقاد کړی او وایي:
"ډونالد ټرمپ د مېرمنو په اړه د یوې ټوټې غوښې په څېر خبرې او چلند کوي."
هغه دغهراز ویلي چې ولسمشر ټرمپ په پرلهپسې ډول د لویو او کوچنیو موضوعاتو په اړه درواغ وایي او ټینګار کوي چې امریکایان په هغه باور وکړي.
د «اف بي ای» پخواني مشر ډونالد ترمپ د مافیا له مشر سره مقایسه کړی او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ له ده څخه د مطلقې وفادارۍ غوښتنه کړې وه.
ډونالد ټرمپ دا مسئله په تنده لهجه رد کړې او وایي، هېڅکلهیې له جېمز کومي په شخصي ډول د وفادارۍ غوښتنه نهده کړې.