د موی تای او کڼو فدراسیونونو ته نوي مشران وټاکل شول
![د موی تای او کڼو فدراسیونونو ته نوي مشران وټاکل شول](https://gdb.rferl.org/223DE1F6-3CBC-451A-B8A8-94843575CCDE_cx43_cy5_cw47_w800_h450.jpg)
د ورزشي فدراسیونونو د انتخاباتو په لړ کې امیر حسین حسیني د موی تای او بکتاش نصرت د کڼو د فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، د موی تای فدراسیون مشرۍ ته دوه تنه امیر حسین حسیني او علي رضا عاطفي نوماندان وو چې لومړی دواړو نوماندانو خپل پروګرامونه شریک کړل او له هغه وروسته رأی اچوونه وشوه چې ښاغلی امیر حسین حسیني له ټولو ۲۱ رأیو د ۱۹ په ترلاسه کولو سره، د موی تای فدراسیون د رئیس په توګه انتخاب شو.
دا شان د کڼو د ورزشي فدراسیون مشرۍ ته بیا يوازې بکتاش نصرت نوماند و چې د ۸ رأیو په ترلاسه کولو سره د دغه فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو.
د ورزشي فدراسیونونو ټاکنې د بدنې روزنې ریاست تر څار لاندې په کابل کې روانې دي چې تر دې مهاله له دېرشو د زیاتو فدراسیونو انتخابات ترسره شوي دي.