سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا مأموریت بدل شوی نهدی
![سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا مأموریت بدل شوی نهدی](https://gdb.rferl.org/3033638F-FCAF-4B2F-9C79-632927F473C6_w800_h450.jpg)
سپینه ماڼۍ وايي، په سوریه کې د امریکا مأموریت بدل شوی نهدی او ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي امریکايي سرتېري، څومره چې ژر ممکنه وي، هېواد ته ستانه شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل، موږ په سوریه کې په بشپړه توګه د داعش د ماتولو هوډ لرو چې د دې ډلې د بیا پورته کېدو مخه ونیول شي.
سارا سندرز وویل، واشنګټن له خپلو سیمهییزو متحدانو تمه لري چې د سیمې د امنیت لپاره خپل پوځي او مالي مسؤلیتونه ادا کړي.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل چې په سوریه کې د متحده ایالاتو د پوځ مأموریت بشپړ شوی نهدی او امریکايي سرتېري به په اوس وخت کې له دې هېواده ونهوځي.
بل لور ته د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه وویل، ده ولسمشر ډونالد ټرمپ ته قناعت ورکړ چې په سوریه کې د اوږدې مودې لپاره ښکېل پاتې شي.