پوتین: د سوریې رژیم پرضد د لویدیځ بریدونه کړکېچ لا زیاتوي
![پوتین: د سوریې رژیم پرضد د لویدیځ بریدونه کړکېچ لا زیاتوي](https://gdb.rferl.org/2836A7CF-D74B-4E46-B1CB-FA00F38E6928_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ګواښ کړی چې د سوریې د رژیم پر ضد د لویدیځ هر ډول اضافي بریدونه نړیوال کړکېچ لا پسې زیاتوي.
د کرملین د بیان له مخې ولادیمیر پوتین دې خبرې ته پرون له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په ټیلیفوني تماس کې اشاره کړې ده.
د ایران او روسیې ولسمشرانو ویلي چې په سوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا د شنبې ورځې بریدونه نړیوال قوانین نقض کړي او په سوریه کې یې د کورنۍ جګړې د سیاسي حل لارې فرصتونه سخت زیانمن کړي دي.
امریکا، بریتانیا او روسیې د شنبې په شپه د سوریې د رژيم په څو پوځي تأسیساتو او د کیمیاوي وسلو د تولید په فابریکو راکټي بریدونه وکړل چې په خبره یې د اسد رژیم د اپریل په ۷مه په دوما کې ۴۳ ملکیان په کیمیاوي وسلو وژلي دی.