د غور معترضین: ښاروالۍ او د کانونو اداره بې ځایه پیسې اخلي
![د غور معترضین: ښاروالۍ او د کانونو اداره بې ځایه پیسې اخلي](https://gdb.rferl.org/C929DD9C-8AA1-4721-BE4C-428AD6C50578_cx46_cy3_cw54_w800_h450.jpg)
په غور ولایت کې پرون یکشنبې یو شمېر خلکو پهدې اړه اعتراض وکړ چې په خبره یې ښاروالۍ او د کانونو اداره ترې بې ځایه پیسې اخلي.
اکثر دا معترضین د لاریو چلوونکي وو چې ویل یې د یوه موټر د انتقال لپاره څو ځایه پیسې ورکوي.
دوی د غور د ملي امنیت د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ.
خو د غور د ښاروالۍ وايي، د ښاري خوندیتوب په نوم لهدې موټر چلوونکو ډېرې کمې پیسې اخلي چې اوس به هڅه وکړي، نوره هم د دې پیسو اندازه راکمه کړي.