روسیې له امریکا غوښتي چې په سوریه کې د توغنديو حملې ونه کړي
د روسیې د ولسمشر ویلادیمير پوتین وياند له امریکا وغوښتل چې په سوریه کې د توغنديو حملې نه کوي.
دميتري پيسکوف وويل چې داسې حملې ښايي په منځني ختيځ کې بې ثباتي رامنځته کړي.
د کرېملېن وياند نن همداراز د نورو روسي چارواکو له هغو خبرو سره همغږي څرګنده کړه چې امریکا ته یې خبرداری ورکړی چې د سوريې په دوما کې دې د کيمیاوي حملو په عکس العمل کې د سوريې پر حکومتي ځواکونو هوايي حملې نه کوي.
امريکا او يو شمېر متحدان يې پر دې غور کوي چې ایا د کيمیاوي حملو په عکس العمل کې پر سوریه حملې وکړي که نه.
طبي ادارو ويلي چې د اپرېل په اوومه په دوما کې کيماوي حملې ګڼ شمېر کسان ووژل.