پاکستاني پولیس وايي، لادرکه شوي چینايي سیلانیانیې پيدا کړي
پاکستاني پولیس وایي، یوه ډله جرمن سیلانیان چې ظاهراً یې د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د سفر پر مهال لار ورکه کړې وه، د پراخ لټون په نتیجه کې وموندل شول.
شپږ نارینه او یوه مېرمن څو ساعته وروسته له هغه په غرنیو سیمو کې وموندل شوه چې له کوټې ښار څخه د پنجاب مرکز ته پر لارهیې له خپلو امنیتي ساتونکو سره اړیکې پرې شوې.
دا خبره یوه قبایلي پولیس سید محبالله اغا د جرمني خبري اژانس ته کړې ده.
نوموړی وایي، دغو سیلانیانو کوټې ته نږدې د بولان په غرونو کې لار ورکه کړې وه چېرې چې کله نا کله د اسلامي دولت ډلې او نورې وسلهوالې ملېشې مسافرین برمته کوي.
اغا وایي، د لټون په چارو کې تر ۱۰۰ ډېرو کسانو برخه درلوده.