روسیې د سکریپال موضوع ملګرو ملتونو ته راجع کړه
ورورسته له هغې چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان تېره ورځ د سرګي سکریپال د مسمومېدو د قضیې په اړه د مسکو له لوري د ګډو تحقیقاتو وړاندیز رد کړ، روسیې نن دغه موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کړه.
مسکو غواړي په بریتانیا کې د دغه پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو قضیه په نړیواله سطح وپلټل شي.
بریتانیا وایي، ډېر احتمال لري چې مسکو په دې پېښه کې لاس ولري، خو روسیه دا تورونه ردوي.
سرګي سکریپال او لور یې یولیا سکریپال د مارچ پر څلورمه د بریتانیا په سالزبري ښار کې مسموم وموندل شول.
دوی په هغو کیمیاوي موادو مسموم شوي چې په پوځي برخه کې کارول کېږي.
لسګونه لوېدیځو هېوادونو د بریتانیا سره په همغږۍ د دې قضیې په تړاو له خپلو هېوادونو څخه ۱۵۰ روسي ډیپلوماتان وایستل چې بیا وروسته روسیې هم ورته اقدام وکړ.