بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان حملې به اړیکې نورې هم خرابې کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر خاوره د بمي بریدونو دوام به یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو لا ډېرې بدې اغېزې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري هوایي برید په سختو ټکو غندل شوی دی او هغه یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.
افغان چارواکي وایي، د پاکستان جېټ الوتکې تېره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه غورځولي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
بل خوا د افغانستان په ختیځ کې د سېلاب قول اردو د دوهمې لوا قوماندان وایي افغان پوځ د دې اقدام ځواب د توپچي په ډزو ورکړی دی.
جنرال میرویس صافي نن آزادي راډیو ته وویل چې اوس مهال د کونړ په سرحدي سیمو کې دفاعي ځواکونه په لومړۍ درجه احظاراتو کې دي.
پر هوایي برید سربېره د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن آزادي راډیو ته ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ پر دانګام ولسوالۍ تر شپږ سوه ډېر د ټوپونو مرمۍ ویشتل شوي دي.
یو شمېر افغان سناتورانو له ولسمشر څخه غوښتي چې همدا مسئله سبا د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره په خبرو کې وڅېړي.