"م. م": نړیواله ټولنه دې د یمن لپاره ۲.۹۶ میلیارده ډالر راغونډ کړي
ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له یمن سره د بشري مرستو لپاره ۲.۹۶ میلیارده ډالر غونډ کړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې پر دې پیسو به له یمنیانو سره بېړنۍ بشري مرستې وشي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشی، انتونیو ګوترش نن په جنوا کې د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو د استازو غونډې ته وویل چې یمن له مصیبته په ډک حالت کې دی.
یمن د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د پلویانو چې سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلافیې ملاتړ کوي او د حوثي ملېشه ډلو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په لانجه کې ښکېل دی.
راپورونه وايي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف پوځي عملیات پېل کړي، لږ تر لږه ۱۰ زره وګړي وژل شوي او ۲۲،۲ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړیتا لري.
ګوترش وویل، سعودي او متحده عربي اماراتو سږ کال ۹۳۰ میلیونه ډالر او نورو مرسته کوونکو ۲۹۳ میلیونه ډالر ورکړي دي.