د پاکستان کُرمه اېجنسۍ کې بم چاودنې د یوې کورنۍ ۶ غړي ووژل
د اکبر افتخار په نوم یوه سیمهییز چارواکي وویل، دغه پېښه په کُرمه قبایلي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد.
ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوې جنازې کې ګډون وکړي.
افتخار وویل، درې ښځې او درې سړیان ځای پر ځای ووژل شول او زیاتهیې کړه دا نهده روښانه چې دا یو ماین و، که په سړک کې خښ شوی بم.
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نهدی اخیستی.
