د موبل او فرنیچر د لوی پلورنځي ایکیا مؤسس مړ شو
د نړۍ د موبل او فرنیچر د لوی پلورنځي ایکیا «IKEA» مؤسس او مالک اینګوار کامپراد «Ingvar Kamprad» د ۹۱ کلونو په عمر مړ شو.
دغې کمپنۍ وویل چې کامپراد د یکشنبې په ورځ د سویډن په سمولانډ کې د لنډې ناروغۍ په نتیجه کې په خپل کور کې مړ شو.
د سویډن پاچا کارل ګوستاف شپاړسم وویل، کامپراد یو رښتینی سوداګر و چې دا سکانډیناوي هېواد یې د نړۍ سرته را وایست خو خپله یې په نړۍ کې د یوه عادي وګړي په توګه ځان ډېر ټیټ وساته.
کامپراد په ۱۹۴۳ کې چې هغه وخت یو تنکی ځوان و، د ایکیا په نوم یو ساده پلورنځی پرانېست چې وروسته د موبل او فرنیچر د دغې کمپنۍ فعالیت نړۍ ته وغځېد.
ایکیا چې اوس په ټوله نړۍ کې ۴۰۰ پلورنځي لري، هر کال په میلیونونو کسان یې له پلورنځیو وسایل پیري.