کرکټ بورډ: د «ای. پي. اېل» سیالیو ته څلور افغان لوبغاړي غوره شول
د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو کې څلور افغان لوبغاړي لوبېږي.
د دې سیالیو بولي له تېرې ورځې راهیسې په بنګلور کې پیل شوې چې پکې له پاکستانه پرته د بېلابېلو هېوادونو ۵۷۸ لوبغاړي شامل دي.
یادې بولۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ ۱۰ افغان لوبغاړي معرفي کړي وو چې له ډلې یې راشد ارمان او محمد نبي عیسی خېل سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې، مجیب ځدراڼ د کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې او ظاهر خان د راجستان رایلز لوبډلې وپیرل.
یادو لوبډلو راشد ارمان د نهه سوه لکه، محمد نبي د سل لکه، مجیب ځدراڼ د څلور سوه لکه او ظاهر خان د شپیته لکه هندي کلدارو په امتیاز سره واخیستل.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د هندوستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې یوازې دوه ا فغان لوبغاړي لوبېدلي وو.