امان: یو ګډ کمېسیون د انټرکانټیننټال هوتل پېښه څېړي
د دې وزارت له ترورېزم سره د مبارزې رئیس نجیب امان نن ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون هڅه به داوي چې د دغې حملې اصلي عاملین پیدا او هغوی عدالت ته راوکاږي.
ښاغلي امان ژمنه وکړه چې د دغه پلټونکي کمېسیون نتیجې به له بشپړېدو وروسته له خلکو سره شریکې شي.
دا هغه ژمنه ده چې له دې مخکې هم په افغانستان کې د ډېرو خونړیو حملو د څېړنو په اړه شوي چې ډېر ځلې نه ده پرځای شوي.
پرانټر کانټیننټال هوټل په وروستۍ حمله کې چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، لږترلږه ۲۲ تنه وژل شوي دي.
