نوري: د وشوو ټیم افغان لوبغاړي د سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ
د ووشو د ملي لوبډلې روزونکي ظاهر نوري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له افغانستانه په دغو سیالیو کې شپږو حرفوي لوبغاړو، پنځو د اماتور لوبغاړو، دوه تنو سر روزونکو او یوه روزونکي ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه په کوټې کې پیلېږي او درې ورځې دوام کوي.
