په کابل کې د وزن پورته کولو د اتم پړاو سیالۍ ترسره شوې
په کابل کې نن یکشنبه د وزن پورته کولو د اتم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل له بېلابېلو کلپونو د نارینه او ښځینه لوبغاړو په شمول ۸۰ لوبغاړو ګډون کړی و.
د وزن پورته کولو په سیالیو کې په درې کټګوریو کې ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو په پایله کې د وزن پورته کولو ملي لوبدلې ته ۲۴ نارینه او ۱۰ ښځینه لوبغاړي معرفي شول.