ترکي چارواکي: د سوريې کُرد جنګياليو له سرحده توغندي ويشتلي
د ترکيې چارواکي وايي، د سوريې مشکوکو کُرد جنګياليو پر ترکيې له سرحد څخه توغندي ويشتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې څو ساعته مخکې د ترکيې پوځ د سوريې د شمال په هغو سيمو کې چې د کُرد جنګياليو په کنټرول کې دي، تازه پوځي عمليات پيل کړل.
د ترکيې د کيليس والي محمد تاکين ارسلان ويلي، نن سهار څلور راکټونه پر يوه سرحدي ښارګوټي لګېدلي چې يو تن يې برسېرن ټپي کړى، دوه کورونه او يو دفتر يې تخريب کړي دي.
ښاغلي ارسلان وويل چې د ترکيې له خوا هم د توپونو ځوابي ډزې شوي دي.
دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د ترکيې ځواکونو د سوريې له عفرين سيمې څخه د هغو کُرد جنګياليو د ايستلو لپاره چې امريکا يې ملاتړ کوي، پوځي عمليات پيل کړل.
دا پوځي عمليات د امريکا له دې خبرداري سره- سره پيل شول چې په کې يې ويلي وو، د ترکيې دغه اقدام ښايي سيمه نوره هم بې ثباته کړي.
د کُرد ملېشه وو چارواکي وايي، د ترکيې په لسګونو هوايي حملو کې لږ تر لږه لس کسان چې ډېرى يې ملکيان دي، وژل شوي دي.