د شمالي کوريا يو هيئت جنوبي کوريا ته ورسېد
د شمالي کوريا يو هيئت چې د نجونو د پاپ موسيقۍ د ډلې مشر هم په کې شامل دى، جنوبي کوريا ته ورسېد.
دغه هيئت د راروانو ژمنيو المپيک مسابقو پر مهال د کلتوري فعاليتونو د اجرا پر تياريو او د دغو فعاليتونو د ځاى د ارزونې لپاره جنوبي کوريا ته تللى دى.
دا په تېرو څلورو کلونو کې جنوبي کوريا ته د شمالي کوريا د چارواکو اول سفر دى.
مخکې په پام کې وه چې دغه هيئت د شنبې په ورځ جنوبي کوريا ته لاړ شي، خو هغه سفر د نامعلومو دلايلو له مخې لغو شو.
د شمالي کوريا اووه کسيز هيئت چې د شمالي کوريا د مورانبونګ د موسيقۍ د مشهورې ډلې مشر هيون سونګ ول يې مشري کوي، په داسې حال کې جنوبي کوريا ته سفر کوي چې پيونګ-يانګ او سيول دوه اوونۍ مخکې په ژمنيو المپيک لوبو کې د شمالي کوريا د کلتوري ډلې او ورزشکارانو پر ګډون سلا شول.
په پام کې ده دغه مسابقې د فبرورۍ پر نهمه په پيونګ يانګ کې پيل شي.
په دواړو هېوادونو کې چارواکو هيله ښوولې چې په دغو مسابقو کې د شمالي کوريا ګډون به د کوريا ټاپووزمې د روان کړکېچ له کمولو سره مرسته وکړي.
دغه کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې شمالي کوريا د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو برخلاف د اټومي وسلو او باليستيک ميزاييلو ازموينو ته ادامه ورکړه.