د پکتیکا د ګیانې ـ ارګون د سړک درې پروژې بشپړې شوې
د پکتیکا د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
نن د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې د یادو درېیو پروژو مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوی دی.
ده وویل چې جوړ شوي پلونه یو پل ۷۰ متره او دوهم۳۵ متره اوږدوالی لري.
د پکتیکا والي زیاته کړه چې د ارګون ولسوالۍ د ګل شاخېلو سړک هم په تدارکاتو کې دی او ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.
محمدالیاس وحدت وړاندې وویل، د پکتيکا ولايت له ارګون ولسوالۍ تر خوست ولايت پورې په غځېدلي سړک يې د خوست له ولايتي ادراې سره په ګډه کار پيل کړی او هڅه کوي چې هغه سړک هم له خوست ولايت سره په پاخه ډول وصل کړي.