د افغان ۱۹کلونو کرکټ ټیم راتلونکې لوبه له نیوزیلنډ سره ده
په نیوزیلند کې د کرکټ د نوولس کلنو په نړیوال جام لوبو کې نن د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سره لوبه وکړه.
ایرلند لومړی بیټینګ پیل کړ او په ۵۰ اورنو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځولو سره افغان لوبډلې ته ۲۲۵ منډې هدف وټاکه.
ورپسې د افغانستان لوبډلې بیټینګ پیل کړ او په ۴۹ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۱ منډې جوړې کړې او له دوو پرلپسې بریاوو وروسته یې د ۴ منډو په توپیر ایرلنډ ته لوبه وبایلله.
د کرکټ په نړیوال جام کې افغانستان په D ګروپ له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په یوه ګروپ کې دی.
افغانستان له دې مخکې په دغه جام کې سریلانکا او پاکستان ته په ماتې ورکولو سره کوارترفاینل ته لار موندلې وه.
د افغانستان د۱۹ کلنو ملي لوبډله به دنړیوال جام په کواټر فاینل کې دروانې میاشتې په ۲۵ نیټه له نیوزیلنډ سره لوبه لري.