د روسيې د اساسي قانون محکمې د ناوالني پر شکايت غور کول رد کړل
د روسيې د اساسي قانون محکمې د اپوزېسيون د مشر او د کرېملېن د منتقد الکسي ناوالني پر شکايت غور کول رد کړل.
ده تور لګولى و چې چارواکو د روسيې د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې له کانديداتورۍ د ده د منع کولو لپاره د انتخاباتو له قوانينو ناوړه استفاده کړې ده.
د روسيې ريا خبري اژانس نن راپور ورکړ چې محکمې ويلي د ناوالني شکايت قانوني مشکلات لري.
د الکسي ناوالني مدافع وکيل ايوان ژدانوف تور لګولى چې د روسيې د انتخاباتو اړوند قوانين د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.
د روسيې د انتخاباتو مرکزي کمېسيون په ډسمبر مياشت کې د جمهوري رياست په راتلونکو ټاکنو کې چې د مارچ پر ١٨مه په پام کې دي، ناوالني د جرمي دوسيې له کبله له کانديداتورۍ منع کړ.
ناوالني وايي دغه دوسيه د جعلي شواهدو پر اساس ورته جوړه شوې ده.