تر ۱۹کلونو کم عمره کرکټ ټیم نن شپه له ایرلنډ سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډله نن شپه ناوخته له ایرلنډ سره د مسابقې ډګر ته وځي.
دا مسابقه د کرکټ د نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د نړیوال جام په لړۍ کې ترسره کېږي.
افغانستان چې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په D ګروپ کې لوبې کوي د څلورو پاینټونو په لرلو سره د خپل جدول په سر کې دی.
افغان نولس کلنو تر اوسه دواړه حریفان- پاکستان او سریلانکا مات کړي او کوارټر فاینل ته وتلی دی.
خو د نن شپې د لوبې ګټل ځکه مهم دي چې افغانستان به د ګروپ په سر کې پاتې شي او په کوارټر فاینل کې به د بل ګروپ له دوهم ټیم سره لوبه کوي.