د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې۳پولیس وژل شوي
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل پولیسو ته دا مرګ ژوبله د بالابلوک ولسوالۍ او د فراه د مرکز ترمنځ پر لویه لاره اوښتې ده:
"د طالبانو یوې ډلې د جنجالک په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، په دې حمله کې درې پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی."
د فراه ښار او بالابلوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره تر دې مخکې هم پر افغان ځواکونو بریدونه شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې امنیتي پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
