اجرائیه رئيس او د "م.م" خاص استازي د افغانستان پر حالاتو غږیدلي
د اجرائیه ریاست له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر تیاریو او په دې برخه کې پر اقداماتو هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.
