په غور کې د وحدت او هریرود فوټسال لوبډلې سره لوبه کوي
د غور د فوټسال سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د وحدت او هریرود لوبډلې سره لوبه کوي.
د دغه ولایت د ورزشي فدراسیون امر امیر محمد نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو لوبو په پرونۍ لوبه کې د اطلاعاتو ټیم ۱۸/۳ د رسنیو ټیم ته ماتې ورکړه.
ښاغلی امیر محمد وايي، دغه سیالۍ د غور د فوټسال ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ کېږي.
نوموړی د دغو سیالیو هدف ملي لوبډلې ته چمتووالی او هم د غور منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل یاد کړل.
د غور د فوټسال سیالۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل او ۲۰ ورځې دوام کوي.