رادمنش: د داعش په نوم حملې حقاني شبکه تر سره کوي
افغان چارواکي وایي، په افغانستان کې ډېری خونړي بریدونه حقاني شبکه ترسره کوي، خو مسؤلیتیې داعش ډله په غاړه اخلي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، داعش وسلهوال د سیمې د استخباراتو په سپارښتنه دا کار کوي څو دغه ډله ځواکمنه وښودل شي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل:
"یقیناً دوی زموږ د ګاونډیو استخباراتو په واسطه ځانونه ځواکمن ښیي، دوی ته هغسې سپارښتنې کېږي چې په افغانستان کې د ځینو بریدونو د ترسره کولو ادعاوې وکړي او غواړي په دې ډول ځانونه غښتلي وښیي."
په دې وروستیو کې په کابل کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسؤلیت داعش وسلهوالو منلی دی.
بلخوا د افغان حکومت یوې بلې باوري سرچینې هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دفاع وزارت دغه خبره تأیید کړې ده او وایي، داعش د سیمې په تېره بیا د پاکستان د استخباراتو په سپارښتنه د ځان ځواکمن ښودلو په هدف د حملو مسؤلیت مني.
دفاع وزارت ادعا کوي چې داعش وسلهوال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځپل شوي او د لویو بریدونو وړتیا نهلري.