د امریکا کانګرس د ایران له حکومت ضد مظاهرهچیانو ملاتړ کړی
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې په یوه پرېکړهلیک کې چې تقریباً د رأیو په اکثریت تصویب شوی دی، د ایران له حکومت ضد مظاهرهچیانو ملاتړ کړی دی.
په دې پرېکړهلیک کې چې ۴۱۵ استازو ورته مثبته او یوازې دوو منفي رأیه ورکړې ده، د وروستیو مظاهرو د ځپلو لپاره د ایران د حکومت اقدامات غندل شوي دي.
د کانګرس د استازو جرګې په دې پرېکړهلیک کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتي دي چې په ایران کې له بشري حقونو څخه پر سرغړونکو بندیزونه ولګوي.
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې پر خپل ټویټر پاڼه په ایران کې د حکومت پر ضد له وروستیو اعتراضونو ملاتړ څرګند کړی دی.
د تهران په ګډون د ایران په ګڼ شمېر ښارونو کې یوه اوونۍ د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وشوې چې پهکې لږ تر لږه د ۲۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شول.