د قزاقستان ولسمشر نن خپل ولس ته ټلوېزیوني وینا کوي
ټاکل شوې ده د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف نن خپلو هېوادوالو ته ټلوېزیوني وينا وکړي.
د قزاقستان رسنيو د ولسمشر د وياند له قوله راپور ورکړی چې نظربايف به د ډېرو مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړي.
تر دې وينا څو ورځې مخکې د قزاقستان ولسمشر اعلان وکړ چې د خپلو صلاحيتونو يوه برخه د خپل هېواد پارلمان ته انتقالوي.
۷۶ کلن نور سلطان نظربايف له ۱۹۸۹میلادي کال راهيسې د قزاقستان ولسمشر دی.