د سوریې پوځ: اسرائيل په سوریه کې نظامي اهداف په نخښه کړي
د سوریې پوځ ادعا کوي چې اسرائيل نن سې شنبې په دغه هېواد کې نظامي اهداف په نخښه کړي او له منځه یې وړي دي.
د سوريې سنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې دا حمله پلازمېنې دمشق ته نېږدې د جټ الوتکو او له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکو توغندیو په وسيله شوې ده.
پوځ ويلي، د اسرائيل جټ الوتکو د لبنان له قلمرو څخه سهار وختي په القطيفه سيمه کې پر پوځي پوستو توغندي وويشتل.
اعلاميه زیاتوي چې اسرائیل له ځمکې څخه ځمکه ويشتونکي راکټونه هم وکارول، خو د سوريې دفاعي ځواکونو دا ټول راکټونه وويشتل او له منځه یې يووړل.
د سوريې د حکومت له مخالفينو سره اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائيلي الوتکو د سوريې يو پوځي ډيپو په نخښه کړی دی.
دا هدف په خپلواکه توګه نه دی پېژندل شوی.
خو ويل کېږي چې په قطيفه سيمه کې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب واحدونه لویې پوستې لري.
مخکې اسرائيل ویلي چې د لبنان حزب الله ډلې ته د وسلو د انتقال لپاره به د سوريې له خاورې کارولو څخه د ايران مخه نيسي.
حزب الله د سوريې د حکومت ملاتړ کوي چې د دې هېواد ياغيان وځپي.