چارواکي: غزني کې لسګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غزني امنیتي چارواکي وایي، له تېري یوې اوونۍ راهیسې د غزني ولایت په مرکز غزني، ده یک او اندړو ولسواليو کې يې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي چې تر دامهاله یې ګڼې سیمې له شتونه پاکې کړې دي.
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د توفان صحرا په نوم دغه پوځي عملیات له تېري یوې اوونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا پیل شوي چې په خبره يې، هوايي ځواک يې هم ملتیا کوي.
نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پرمهال تر دامهاله لسګونه وسله وال طالبان مړه اوټپيان کړي او ګڼې سیمې هم د هغوی له شتونه پاکې کړي، خو یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی محمد زمان وايي چې دغزني په ولایت کې دامهال ۲۰ ترورېستي ډلي فعالیت لري او د دوی په وړاندې جنګېږي چې په وینا يې، اوس دغه ډلې ځپل شوي او د جګړي توان لري.
ها خوا د وسله والو طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغلته يې د افغان پوځ روان عملیات په شاتبمولي دي.
غزني د افغانستان له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې هره ورځ د درنو جګړو شاهد وي.