په مديترانې سمندرګي کې ۸ تنه پناه غوښتونکي مړه شوي
لږ تر لږه اته پناه غوښتونکي هغه وخت مړه او په لسګونه نور وژغورل شول چې کښتۍ يې د ليبيا سواحلو ته نږدې په مديترانې سمندرګي کې نسکوره شوه.
په اسپانيا کې دېره د پناه غوښتونکو د ژغورنې ادارې په ټويټر کې ليکلي، په لسګونه پناه غوښتونکي ښايي پيدا نهشي.
د ايټاليا ساحلي ساتونکي وايي، دوى دا کښتۍ پرون سهار تثبيت کړې وه چې تر حد زيات کسان پهکې سپاره وو، خو دوى او د ايټاليا سمندري ځواک وتوانېدل ٨٤ کسان چې ښايي پناه غوښتونکي به وو، وژغوري.
د ژغورنې يوې بلې ادارې ويلي چې ښايي په پېښه کې ٢٥ کسان مړه شوي وي.
د کډوالو نړيوال سازمان «یام» په حواله، په ٢٠١٧ میلادي کال کې شااوخوا ٣ زره ١١٦ پناه غوښتونکي چې هڅهيې کوله له مديترانې سمندرګي واوړي يا مړه شوي يا هم لادرکه شوي دي.
په زرګونه نور توانېدلي ځانونه يونان يا هم ايټاليا ته ورسوي.