هندوکش شمال د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو د لیګ اتلولي خپله کړه
د کابل د فوټبال د ۱۴ کلنو لیګ په سیالیو کې هندوکش شمال د ۳۱ امتیازونو په لرلو د دې لیګ اتلولي خپله کړه.
د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دې سیالیو په لړ کې همداراز رسول شهید د ۲۷ امتیازونو په درلودو دوهم او پامیر د ۲۶ امتیازونو په خپلولو درېیم مقام خپل کړ.
ښاغلي شاداب وویل چې د دغه لیګ د نن ورځې په سیالیو کې استقلال ۳ د ۱ لوېدیځ هندوکش او رسول شهید، پامیر ته ۲ د صفر ماته ورکړه.
نوموړی وایي، په دغه لیګ کې له کابله د فوټبال ۱۳ لوبډلو ګډون کړی و.
دغه لیګ درې میاشتې مخکې پیل شوی و او نن سې شنبه پای ته ورسېد.